ډنمارك د مېرمنو لپاره هم د لازمي پوځي سروس پېل كولو اعلان وكړو

كوپن هيګن۔3 جولائي (اے پي پي) ډنمارك د مېرمنو لپاره هم د لازمي پوځي سروس پېل كولو اعلان وكړو۔ د اے پي تر مخه ډنمارك پخپل تاريخ كښې په وړومبي ځل د مېرمنو لپاره د لازمي پوځي سروس پرېكړه كړې ده ۔ كومه چې د روسيه او يوكرېن د جنګ پس منظر كښې د ناټو د دفاعي تګلارې برخه ده۔ دا اقدام هېواد كښې د عسكري افرادي قوت زياتولو لپاره پورته كړے شوے د كوم مقصد چې د ممكنه امنيتي خطرو مخ نيوے او د دفاعي تقاضو پورا كول دي ۔ ډنمارك د چا آبادي چې 60 لاكهه ده دا وخت نزدې 9 زره پېشه ور پوځي قوت لري ٬ د چارواكو وېنا ده تر 2033 هر كال به پوځ كښې د بهرتي كېدونكو كسانو شمېره 6 وره 500 ته اورسي كومه چې په 2024 كښې 4 زره 700 وه۔ ياد دې وي په 11 جون د ډنمارك پارلمان د يو نوي قانون منظوري وركړې د كوم تر مخه چې د كال 2025 وړومبۍ جولائي نه پس به د 18 كاله عمر ټولو د ډنمارك انجونو لپاره پوځي سروس لازمي وي۔ دا بهرتي به د قرعه اندازۍ د لارې كولې شي چې ورسره به مېرمنو ته د سړو سره يو برابر حېثيت تر لاسه شي۔