ډهاكه۔3 جولائي(اے پي پي) د بنګله دېش يو عدالت پخوانۍ وزيراعظمې شيخ حسينه واجد ته د عدالت په سپكاوي كېس كښې د هغفې په غېر موجودګۍ كښې د 6 مياشتو زندان سزا اورولې ده۔ كومه چې د هغې د اخوا كولو نه پس ووړومبۍ پرېكړه ده۔ د خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه 77 كلنه شيخ حسينه واجد په اګست 2024 كښې د طلبه په مشرۍ كښې چلېدونكې تحريك نه پس ګاونډي هېواد هند ته تیښتېدلې وه او هغې ډهاكه ته د بېرته راتللو عدالتي احكامات نظر انداز كړي ۔ چيف پراسېكيوټر محمد تاج الاسلام د عدالتي پرېكړې نه پس خبريالانو ته ووئېل چې په كومه ورځ هغه بنګله دېش ته واپس راشي يا عدالت ته نو د سزا اطلاق به پېل شي۔ دا مقدمه د هغه بيانونو په اړه ده كوم چې د استغاثه تر مخه شيخ حسينه د اقتدار نه د اخوا كولو نه پس وركړي وو چې پكښې هغې په مبينه توګه ګواهانو له دړكې وركرې وې۔ هغه ووئېل د هغې د بيان نه په هغه خلقو كښې يره پېدا شوې چې مقدمې يې دائر كړې وې او د ګواه په توګه وړاندې كېدل۔ هم په دې مقدمه كښې د هغې د ګوند يو لارښود شكيل اكندابلبل ته د دوو مياشتو سزا وركړې شوه۔