پېرس۔3 جولائي (اے پي پي) د فرانس په پېرس ښار كښې د ګرمۍ د لاسه دوه كسان مړه شوي دي۔ د فرانسوي خبر رسنې اے ايف پي تر مخه د ماحوليات وزير وېنا ده دواړه كسان چې د كومو طبعي وجوهاتو په سبب مړه شوي هغه د ګرمۍ سره تعلق لري۔ د راپور تر مخه د كال 1900 نه پس دا د هېواد دوېم تر ټولو ګرم كال دے ۔ فرانس كښې د شديد ګرمۍ چپه هغه وخت رامخې ته شوه چې ټول اروپا د دې سره مخ دے او د حرارت درجه رېكارډ كچې ته رسېدلې ده ۔ فرانس كښې حكومت د ګرمۍ د لاسه د نزدې 2 زره سكولونو د بندولو اعلان كړے ؤ ۔ د ماحوليات وزير بېنېئر روناچر وېنا ده د 300 نه زيات كسان د ګرۍ نه ځپلې شوي وو چا له چې مرسته وركړې شوې او د ګرمۍ اړوندو مسائلو څخه دوه كسان مړه شوي دي۔