رياض03 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان او د هغه د امرېكې هم منصب ماركوربيو په ټېلې فون تماس نيولے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د رابطې په مهال په سيمه ايز او نړيوال صورتحال خبرې شوي۔خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو او سټرېټېجك شراكت دارۍ زياتولو د طريقو هم جاج واغست۔ ياد دې وي د سعودي كابينې تېره ورځ غونډه كښې په نړيوال او سيمه ايز صورتحال د مملكت د هغه موقف پخلے كړے ؤ چې پكښې ولي عهد د برادر و دوست هېوادونو مشرانو سره د خبرو په مهال د نړيوالو او سيمه ايزو بحرانونو مخ نيوي او د تاو تريخوالي كمولو لپاره سياسي حل او نړيوالې هلې ځلې مهمې ګرځولو سره د دغې ملاتړ كړے ؤ۔