اسرائيل په غزه كښې 60 ورځنۍ جنګ بندۍ لپاره ضروري شرطونو ته اتفاق كړے٬ صدر ټرمپ

واشنګټن ۔2 جولائي (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ترمپ وئېلې دي اسرائيل په غزه كښې 60 ورځنۍ جنګ بندۍ لپاره ضروري شرطونو ته حتمي شكل وركولو ته صلاح شوے دے۔ د بي بي سي تر مخه خپل ميډيا پېلټ فارم ټروته سوشل باندې يو پوسټ كښې صدر ټرمپ ووئېل د مجوزه لوظنامې په مهال به مونږ د جنګ خاتمې لپاره د ټولو فرېقېنو سره په ګده كار كوو۔ هغه ووئېل د قطر او مصر چارواكي چا چې د امن بحالولو لپاره ډېر مخنت كړے دا حتمي تجويز به وړاندې كوي۔ زه هيله لرم چې د فلسطين عسكريت خوښي به هم دا لوظنامه قبوله كړي ځكه كه هغوي داسې ونه كړل نو حالات ښه نه بلكې لا به خراب شي ۔د 7 اكتوبر 2023 نه په غزه كښې د اسرائيل بريدونو كښې د لږ نه لږ 56447 كسان وژلې شوي چې پكښې زياتره شمېره د مېرمنو ٬ بزرګانو او كوچنيايانو ده٬ دغسې د اسرائيل 50 يرغمال كړي وګړي اوس هم په غزه كښې موجود دي چې پكښې د 20 متعلق وئېلې شي چې هغوي ژوندي دي۔ د صدر ټرمپ دا بيان د وزيراعظم نېتن سره د ملاقات نه يوه اوونۍ وړاندې رامخې ته شوے دے۔