
بيجنګ 02 جولائي (اے پي پي)د چين وزيراعظم لي كيانګ 17م بركس سر مشريزه غونډه كښې ګډون لپاره د جولائي 5مې نيټې څخه د برازيل 4 ورځنۍ دوره كوي۔د چين خارجه وزارت وياند د شورو په ورځ په يو بيان كښې ووئيل د چين وزيراعظم لي كيانګ به د 5 نه تر 8 جولائي د برازيل ريوډي جنيرو ښار كښې كېدونكې 17مه د بركس مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔وياند ووئيل د دې نه پس به د چين وزيراعظم لي كيانګ د خپل مصر هم څنګ مصطفٰی كمال مدبولي په بلنه د 9 نه تر 10 جولائي د مصر سركاري دوره كوي۔