د جاپان ټوكارا جزائر كښې په يوه اوونۍ كښې 457 وارې زلزله راغله

ټوكيو ۔2 جولائي (اے پي پي) د جاپان په ټوكارا جزائر كښې د يوې اوونۍ په مهال 457 وارې د زلزلې راتلل رېكارډ كړې شوي ۔ د متحده عرب امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د جاپان ميټرولوجيكل ايجنسۍ ووئېل د ټوكار جزائر سره نزدې په سوئېلې جاپان كښې د 25 جون نه تر اوسه 457 وارې زلزله راغلې ده۔ د راپور تر مخه د زلزلو مركز زياتره توشيما وليج او امامي جزائر سره خواته سيمې وې۔ د دې زلزلو شدت په رېكټر سكېل د 2 نه تر 5 درجې رېكارډ كړے شوے ٬ دغسې په زمكه كښې يې ژور والے د 10 نه تر 15 كلو ميټره ؤه۔