قاهره۔ 2 جولائي (اے پي پي) د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي انكشاف كړے دے چې د اسرائيل او حماس تر مينځه د جنګ بندۍ او غزه كښې اور بندۍ په لوظنامه تر اوسه په ځينې نكات اختلافات شته۔ هغه العربيه نيوز سره خبرو كښې ووئېل ما څو ساعته وړاندې د قطر خارجه وزير او وزيراعظم محمد بن عبدالرححان آل ثاني سره رابطه كړې چې په دغه نكات خبرې وكړې شي او د هغې حل ولټولې شي ۔ هغه ووئېل په ځينې نكات اتفاق راغلے او په نورو خبرې روانې دي۔ د مصر خارجه وزير زياته كړه زه د خبرو اترو په اړه زيات تفصيلات بيانول نه غواړم خو دومره به ضرور اووايم چې دا وخت د 60 ورځو جنګ بندۍ او اوور بندۍ ته د رسېدو موقع موجود ده جې پكښې به غزه ته د مرستې سامان وړلو اجازه وركرې شي او په دغه مهال به د خبرو اترو عمل مكمل كړے شي۔