د نړۍ 60 كمپنۍ غزه كښې د جنګ او مغربي غاړه كښې د يهوديانو د ودانيو مرستيالې دي٬ د ملګرو ملتونو راپور

ملګري ملتونه ۔02 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو كار پوهې فرانسسكا البانيز د 60 داسې كمپنيو نامې په فهرست كښې شاملې كړې دي كومې چې په مبينه توګه د اسرائيل مرسته كوي۔ د العربيه تر مخه دا مرسته غزه كښې د جنګي كاروائيو او په شخړيزه مغربي غاړه كښې د يهوديانو د ودانيو جوړولو لپاره ده ۔ د ملګرو ملتونو پوهې د دغې كمپنيو د اړخه د اسرائيل …

ملګري ملتونه ۔02 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو كار پوهې فرانسسكا البانيز د 60 داسې كمپنيو نامې په فهرست كښې شاملې كړې دي كومې چې په مبينه توګه د اسرائيل مرسته كوي۔ د العربيه تر مخه دا مرسته غزه كښې د جنګي كاروائيو او په شخړيزه مغربي غاړه كښې د يهوديانو د ودانيو جوړولو لپاره ده ۔ د ملګرو ملتونو پوهې د دغې كمپنيو د اړخه د اسرائيل سره دې مرستې له د نسل كشۍ په كمپائن كښې د شاملېدو نامه وركړې ده۔ د اټلي څخه تعلق لرونكې د بشري حقونو لپاره كار كونكې وكېلې او د ملګرو ملتونو لپاره د كار پوهې په توګه كار كونكې فرانسسكا البايز وئېلې دي هغې د فلسطين خاورې په حقله 200 نكات لرونكے راپور جمع كړے دے۔ دا راپور د بشري حقونو محافظانو ٬ كمپنيو ٬ او د استاذانو لخوا دے۔ دا راپور شائع كړے شوے چې پكښې د اسرائيل سره مرسته ٬ ملاتړ او كاروبار كښې موجودو كمپنيو ته وئېلې شوي چې هغوي د اسرائيل سره خپل ډيلنګ ايسار كړي ځكه چې په دې صورت كښې به دوي د نړيوالر قانون د خلاف ورزۍ په الزام د احتساب سره مخ كېږي۔ په غزه كښې ژوند بيخي مفلوج او تباه شوے دے او په مغربي غاړه لا د اسرائيل بريدونه زياتېږي ۔ د دې راپور نه څرګندېږي چې د اسرائيل پوځ د اړخه د فلسطين نسل كشي روانه ده ۔ ځكه چې دا په هغوي كښې د ډېرو لپاره زړه راښونكې دي ۔ په 27 كسانو مشتمل رپورټ كښې فرانسسكا البانيز ليكلې دي زه په هغه كارپورېټ ګمپنيو تور لګوم څوك چې د اسرائيل په ملاتړ كولو د پوځي كاروائۍ سبب جوړېږي۔ په دې راپور كښې د اسرائيل ملاتړ كوونكې نيوالې كمپنۍ څانګو په اعتبار سره په بېلو ډلو وېشلې دي۔ د پوځ او ټېكنالوجۍ په اړه كمپنۍ په يو ګړوپ كښې شاملې كړې شوي خو د هرې كمپڼۍ لپاره په واضحه توګه نه دي ليكلې شوي چې هغه د ناجائزه يهودو ودانۍ ملاتړ كوي يا په غزه كښې د روان جنګ ملاتړ كوي۔ د ملګرو ملتونو كار بوهې په راپورټ كښې 15 كاروباري كمپنۍ نيغ په نيغه د اسرائيل د ملاتړ ذمه وارۍ ګرځولې دي۔ خو هغې په دې راپور كښې د دې كمپنيو ځواب شامل كړے نه دے۔د كومو وسله جوړونكو كمپنيو نامې چې په راپور كښې شاملې كرې شوي په هغې كښې “لاك هيټ مالټن٬ او ليونارډو نومې كمپنۍ شاملې دي۔

مزید خبریں