متحده عرب امارات د سرو زرو او سپينو زرو يادګاري سكې جاري كړې

دبئ۔02 جون (اے پي پي) د متحده عرب امارات سېنټرل بنك د “زايد وراشد” كمپائن كښې د اعزاز په توګه د سرو زرو او سپينو زرو سكې جاري كرې دي۔ د وام تر مخه دا سكې د امارات باني لارښودو شيخ زائد بن سلطان آل نهايان او د شيخ راشد بن المكتوم د قامي خدمات په اعتراف كښې جاري كرې شوي دي۔ دا اقدام د قامي شناخت قوي كولو او د يونين قيام كښې د لارښودو د مهم كردار اعتراف دے ۔ د سرو زرو د يادګاري سكې وزن 40 ګرام او قطر 40 ملي ميټر دے ٬ د دې په فرنټ د ” زائد و راشد ” عكس كنده دے او بل پلو د امارات د قامي نشان سره د سېنټرل بېنك آف دي يونائټډ عرب امارات په عربۍ او انګرېزۍ ژبو ليكلې شوي دي ۔