افغانستان كښې د سلامتيا صورتحال د مغربي قبضې په مقابل كښې ډېر ښه دے۔ روس

دوحه 02 جولائي (اے پي پي) روسيه وئېلې دي په افغانستان كښې د سلامتيا صورتحال د مغربي تسلط په مقابل كسې ډېر ښه دے۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس تر مخه دا خبره د روسيه خارجه وزير صلاحكار او د افغانستان لپاره صدارتي استازي ضمير كبلوف تېره ورځ د قطر پايه تخت دوحه كښې په افغانستان د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې د وركنګ ګروبس د مشاورت نه بس بيان كښې وكړه ۔ هغه ووئېل هر څو افغانستان كښې لا اوس هم د سلامتيا صورتحال تاوجن دے خو د مغربي قبضې نه د خلاصي نه پس د هېواد د سلامتيا صورتحال كښې ښه والے راغلے ۔ هغه ووئېل افغانستان كښې د روسيه سفير ديمتري ژير نوف په دې حقله لا خبرې كولې شي خو زه په ابتدائي توګه وئېلې شم جې صورتحال نسبتا تاوجن دے خو د مغربي قبضې په مقابل كښې ډېر ښه دے۔ دا يو مهم څيز دے په كوم چې د زور راوړلو ضرورت دے ۔ هغه ووئېل د مغرب د اقتصادي او مالي بندېزونو تر مينځه افغان چارواكي د صورتحال لا ښه كولو لپاره خپلې پورا هڅې كوي۔