
ملګري ملتونه ۔01 جولائي (اے پي پي ) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل زور راوړے دے جې د جنګ څخه تباہ شوې غزہ كښې په زياتېدونكې خطرناک انساني بحران خاموش تماشګير مه جوړېږئ ٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سلامتي کونسل ته وئېلې دي د اسرائیل پوځي کارروائیو څخه د مرستې په لټون وګړي د ژوند او د بنیادي ډھانچې تباهۍ کوونكو زيانونو سره مخ دي ۔ ده ووئېل په غزہ كښې انساني تباهي د پوهې نه بالا ده ۔پاکستاني استازي سخت ریمارکس كښې غزہ كښې د مرستې د وېش نوے طریقه کار د نړيوال بشري قانون او انساني وقار خلاف وګرځولو ۔ ده ووئېل دا اقدام وګړي نيغ په نيغه خطر سره مخ كوي چې پكښې هغوي د خوراک او اوبو په لټون كښې د فعاله جنګي سيمو څخه په وتلو مجبورېږي ۔ سفیر عاصم افتخار ووئېل اسرائیل د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزۍ كولو سره خپلې پوځي چھاپې لا تندې كړي، غیر قانوني ودانۍ يې زياتې كړي او د مقبوضه بیت المقدس بشمول يې په مقبوضه مغربي غاړه كښې په آباد کارو تشدد پېل كړے۔ ده ووئېل سلامتي کونسل د خپلو پرېكړو نافذ کولو كښې په ناکامۍ د نړيوال امن او سلامتيا لپاره د سنګینو نتيجو سبب جوړېږي او د کونسل خپل اختیار او تشخص ته زيان رسوي ۔ په دې خبره زور راوړلو سره چې فلسطین د عرب اسرائیل شخړې مرکز جوړ شوے د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد په سلامتی کونسل زور راوړو چې سمدستي اقدامات وكړي ۔ په دې لړ كښې ده دل لاندينۍ د ضروري اقدامات خاکه وړاندې كړه چې پكښې اسرائیل له په غزہ او مغربي غاړه كښې د خپلو پوځي کارروائیو سمدستي بندول پكار دي ، په انساني مرسته بندېز په مکمل توګه او غیر مشروط توګه لرې كول غواړي او د ملګرو ملتونو او بشري همدردۍ تنظیمونو ته محفوظ او د كوم تعطل نه غېر رسائي وركول پكار ده ، د غزہ بحالۍ او بيا ودانۍ له د عرب لیګ او د او آئی سي منصوبو نړيواله مرسته پكار ده ، د قرارداد 2334 نفاذ دې باوري كړے شي كوم چې د دوه ریاستي حل عملدارۍ برقرار ساتلو لپاره ضروری دے۔