
اوسلو01 جولائي (اے پي پي) ناروے د امرېكې او المان وسله جوړونكې كمپنۍ د سرمايه كارۍ د فهرست څخه د ويستلو اعلان وكړو۔ د العربيه تر مخه د ناروے تر ټولو لوي پنشن فنډ كے اېل پي د اړخه اعلان شوے چې هغوي د امرېكې تجارتي ګروپ “اوسكوش كارپورېشن” او د المان ثيسن ګروپ باندې بندېز لګولے او هغه يې د سرمايه كارۍ د فهرست نه ويستلې دي۔ ځكه چې هغوي اسرائيل له وسله وركوي كومه چې د فلسطينيانو خلاف كارولې شي۔ ۔ كے اېل پي د ناروے خود مختاره مالياتي فنډ نه جلا اداره ده او د نړۍ تر ټولو لوي مالياتي فنډ دے۔ هغوي خپله پرېكړه كښې وئېلې دي اوشكوش كارپورېشن اسرائيل ته ټركونه وركوي كوم چې اسرائيل غزه كښې د خپلو عسكرو ساز وسامان ورسولو لپاره كاروي كوم چې بيا د فلسطينيانو د وينو بهيولو سبب ګرځي۔ دې فنډ په ثيسن ګروپ تور لګولے چې هغوي اسرائيل ته د بحري ځواك لپاره سامان وركولو ته اتفاق كړے كوم چې د غزه جنګ نه د وړاندې نه روان دے۔ په دغه وسله كښې سبمېرين هم شامل دي۔ د ناروے د دې مالياتي ادارې موقف دے چې دغه وسله جوړونكو كمپنو له پخپله د بشري حقونو خيال ساتل پكار دي او د داسې لوظ نامو نه بچ كېدو له مستعدي پكار ده كومې چې د بشري حقونو په خلاف ورزو كښې د دوي كمپنۍ هم ككړوي۔