د خلیج کونسل سره مرستې لپاره چمتو يو ، ایران

تهران ۔30جون (اے پي پي) د ایران صدر مسعود پزشکیان وئېلې دي ایران د خلیج تعاون کونسل سره مکمل مرستې لپاره چمتو دے او د دې د لارې په خلیجي منطقه كښې د خپلو ګاونډيانو سره د اړيكو يو نوے باب پرانستل غواړي ۔ د العربیه تر مخه د ایران صدر دا هم ووئېل د ګاونډيانو سره د اړيكو ودې لپاره او د سيمه ايزو هېوادونو سره اړيكو ته پراختيا وركول د ایران بنیادي حکمت عملي ده او زمونږ حکومت د دې پالیسۍ مخ په وړاندې بوتللو لپاره په زړه پورې خوښې لري ۔واضحه دې وي تېره اوونۍ د ایران خارجه وزير عباس عراقچي د تهران د ښه ګاونډيتوب پالیسۍ او د ټولو ګاونډيانو په خاص توګه د خلیجي هېوادونو سره د خپلو ښو اړيكو قوي كولو لپاره د عزم تصدیق کړے ؤ ۔