په ایشین یوتھ ګرلز نیټ بال چیمپئن شپ كښې پاكستان جاپان ته ماتې وركړه

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) په ایشین یوتھ ګرلز نېټ بال چیمپئن شپ كښې پاكستان په خپل څلورم مېچ كښې جاپان ته هم ماتې وركړې ده ۔ په سوئيلي كوريا كښې روان چېمپئن شپ كښې پاکستان ګرلز نېټ بال لوبډلې جاپان ته د 39 په مقابل كښې په 79 ګولونو ماتې وركولو سره کامیابی ترلاسه كړه۔ دا په چېمپئن شپ كښې د پاكستان پرله پسې څلورمه كاميابي ده۔ پاكستان به خپل ګروپ كښې د ليګ 5 م مېچ سبا د نهې په ورځ د مالديپ په ضد كوي۔ پاکستان په پول بي كښې 8 پوائنټس سره تر ټولو وړاندې روان دے۔ چېمپئن شپ به تر 4 جولائی دوام لري