
ماسکو۔29جون(اے پی پی) د روسيې رسمي خبري اژانس “تاس” په متفقه توګه د آرګنائزېشن آف ایشیا پیسیفک نیوز ایجنسیز (او اے اېن اے) تر كال 2028 چیئرمین غوره كړے شوے دے ۔ د تنظيم په 19 مه عمومي اسمبلۍ كښې د جون په 19 مه نېټه په سېنټ پیټرزبرګ روس كښې شوې غونډه كښې د ټاكنې عمل ترسره كړے شو۔ د ټی اے اېس اېس ډي جي آندرے کونډراشوف د چیئرمېن شپ مودې لپاره د او اے اېن اے صدر غوره كړے شوے دے او د ټی اے اېس اېس لومړے ډپټی ډائرېکټر جنرل میخائل ګسمین به د تنظیم د عمومي سېكتر په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د ایشیا پیسیفک نیوز ایجنسیز تنظیم د نړۍ تر ټولو لوے سيمه ايز ميډيا تنظيم دے كوم چې د 33 هېوادونو 41 خبري اژانسونه په يو پلېټ فارم جمع كوي چې مقصد يۍ په ایشیا پېسېفک سيمه كښې د خبري اژانسونو ترمينځه د خبرو نېغ په نېغه او آزاده تبادله باوري كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ټی اے اېس اېس د او اے این اے سره پخوانے تړون لري كوم چې په كال 1981 كښې په دې تنظيم كښې شموليت اختيار كړے ؤ۔ راروانه او اے اېن اے عمومي اسمبلی به كال 2028 كښی په آذربائیجان كښې كيږي چې كوربتوب به يۍ Azertac كوي۔ په 20 جون شوې دويمه غونډه كښې د بېلو كمېټيو د ټاكنې په عمل كښې اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) په متفقه توګه د اېتھكس كمېټۍ هېډ غوره كړے شو۔ ډپټی ډائرېکټر ډپلومېټک اېنډ ګلوبل افیئر مدثر اقبال د اے پی پی لخوا د ټاكنو په عمل كښې ګډون وكړو۔