ریاض۔28 جون(اے پی پی) سعودی عربستان د اسرائيلي پالېسيو له امله فلسطيني اتھارټي ته پېښې سختې مالي ستونزې ختمولو له د 30 ملينه ډالرو مالي مرسته كړې ده۔ د اېس پی اے له مخې دا مرسته په عمان كښې د سعودي سفارت لنډ مهاله ناظم الامور اېم بن حسن مونس د فلسطين د خزانې وزير عمر بطار ته وسپارله۔ د فلسطين د خزانې وزير په مرسته كولو د شاه سلمان او ولي عهد مننه وكړه۔ فلسطینی وزیر د فلسطيني وګړو ٬ د دوئي د آزادۍ او د رياست حقونو لپاره په روان مالي او سياسي ملاتړ د مملكت ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د سعودي عربستان لخوا دا رقم يو ه مهمه مرسته ده كومه به چې په مالي ستونزو قابو موندلو كښې د فلسطيني اتھارټي مرسته وكړي۔ سعودی ناظم الامور د فلسطيني اولس حقونو لپاره د مملكت لخوا د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو۔