نړيواله ورورولي دې د اسرائيلي جارحيت په ضد فوري اقدامات وكړي: فلسطيني خارجه وزارت

رامله 27جون (اے پی پی)د فلسطيني خارجه وزارت او كډوالو چارو لخوا نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه شوې چې د غزه په تړانګه كښې د روان اسرائيلي جارحيت په سمدستي توګه مخنيوي لپاره دې فوري اقدامات وكړې شي۔ د سبق نيوز له مخې فلسطيني وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د غزه په تړانګه كښې د مرستې رسولو لاره كښې د اسرائيل لخوا د اودرولې شويو خنډانو د لاسه وضعه لا سنګينه كيږي۔ فلسطيني لوږې سره مخ كيږي او د داروګانو نشت والي له امله هم سختو ستونزو سره مخ دي۔ په بيان كښې وئېلي شوي دي چې د اسرائيل لخوا د مرستې مخ نيوې او فلسطينيان لوږې سره د مخ كولو مقصد هغوي جبري كډه كولو ته مجبوره كول دي۔ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې خبردارې وركړې شوې دې چې د اسرائيلي جارحيت ٬ ظلم او زياتي له امله 20 لكه څخه زيات فلسطيني وګړي خوندي پناه ځايونو څخه محروم شوي دي