بارباډوس۔56 جون(اے پي پي) د وېسټ انډيز باولرز په غوره باولنګ كولو د آسټرېليا لوب ډله د بارباډوس ټېسټ په وړومبي اننګز كښې په 180 رنز آوټ شوه ٬ وېسټ انډيز پخپل وړومبي اننګز كښې د ورځې تر احتتام د 4 وكټو په زيان 57 رنز جوړ كړل ٬ دغسې هغوي ته د آسټرېليا سكور ته رسېدو لپاره د 123 رنز نور ضرورت دے ۔ د آسټرېليا د اړخه ټراوس هيډ 59 او عثمان خواجه 47 رنز جوړولو سره تر ټولو وړاندې دي ۔دغسې 7 لوبغاړو ډبل هندسه عېور نه كړه۔ د وېسټ انډيز جېسټن سېلز په ښه باولنګ كولو 5 ٬ شېمر جوزف 4 او جسټن ګريوز يو يو لوبغاړے آوټ كړو۔ د مېچ وړومبۍ ورځ د باولرز په نامه وه ٬ دغسې 14 لوبغاړي بېرته پوېلين ته ستانه شول۔ د دواړو ډلو تر مينځه لېنسنګټن اوول٬ برج ټاون٬ بارباډوس كښې د درېو ميچونو د سېرېز وړومبے ټېسټ روان دے ٬ د مېلمه ډلې كپتان پيټ كمنز په ټاس ګټلو د وړومبي بېټنګ كولو پركړه وكړه ۔ د آسټرېليا پېل مايوس كونكے ؤ ځكه چې د هغوي وړومبۍ څلور وكټې په 111 رنز پرېوتلې وې ۔