فلسطين٬ محمود عباس د ډونلډ ټرمپ معترف٬ غزه كښې د جنګ بندۍ غوښتنه

رام الله ۔26 جون (اے پي پي) د فلسطين اتهارټي صدر محمود عباس د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ ستائنه كرې ده چې هغه د ايران و اسرائيل تر مينځه د جنګ بندۍ كولو كښې كامياب شوے دے او په منځني ختيز كښې د يو پراخه جنګ په لار كښې خنډ راپېد كړے شوے۔ د العربيه تر مخه صدر ډونلډ ټرمپ په نامه ليكلې چيټۍ كښې هغه د صدر ټرمپ ستائنه كولو سره سره دا غوښتنه هم وكړه چې په غزه كښې د اسرائيل او حماس تر مينځه هم جنګ بندي ممكن كړي چرته چې د اكتوبر 2023 نه جنګ روان دے او تر اوسه پكښې 56 زره فلسطنيان د اسرائيل په بمبارۍ كښې وژلې شوي دي چې پكښې زياتره شمېره د مېرمنو او كوچنيانو ده۔ فلسطين اتهارټي په دې لړ كښې امرېكې سره كار كولو ته چمتو ده۔