بيجنګ ۔25 جون (اے پي پي) د قامي سلامتيا صلاحكار (اين ايس اے) په 24 جون بيجنګ چين كښې په تابيا شوي د شنګهائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د غړو هېوادونو د سلامتي كونسل د سېكرټريز 20 مه غونډه كښې ګډون وكړو۔ د قامي سلامتيا صلاحكار دفتر نه جاري بيان تر مخه د خپلې دورې په مهال د قامي سلامتيا صلاحكار د چين مشرتابه سره خبرې وكړې او هلته يې خطاب وكړو چې پكښې په نړيوال ٬ سيمه ايز صورتحال او د امن و سلامتيا كردار په حقله د پاكستان د موقف پخلے وكړے شو۔ هغه د دې نه علاوه د ايس سي او هېوادونو مهم قيادت سره په دوه اړخيزه چارو او د امنيتي مرستې ودې لپاره هم ملاقاتونه وكړل ۔ د قامي سلامتيا صلاحكار د مستحكم او امناك ګاونډيتوب په اړه د پاكستان د خوښې پخلے وكړو او د منطقې استحكام كښې يې كردار رامخې ته كړو۔