کولمبيا٬ د خاورو كمرو لوېدو پېښې٬ 10 كسان مړه

بګوټا 25 جون (اے پي پي) د کولمبيا ميډلين ښار سره نزدې د بارانونو په نتيجه كښې د خاورو كمرو لوېدو له امله د لږ نه لږ 10 كسان مړه او اته ژوبل شوي۔ د اے اېف پي له مخئ د انټيوکيا محکمې ګورنر اينډريس جولين رينډن په دې پېښو كښې د مرګونو تصديق كولو سره وئيلي دي په بيلو ميونسپلټي كښې د خاورو كمرو لوېدو خطر له مخې ځائي كسانو ته د سيمې خالي كولو خبردارے وركړے شوے ٶ٬ د ميډيا رپورټس له مخئ د پېښې نه وروستو لږ تر لږه 15 كسان بې دركه شوي دي۔