بيجنګ 25 جون (اے پي پي) د چين په شينزين ښار كښې په كثير منزله ودانۍ كښې د ډرونز د لارې د اور مړ كولو مشق شوے۔ د شنهوا له مخې په شينزين ښار كښې په دې مشق كښې په ځائي كچه جوړ كړي فائر فائټنګ ډرون نه كار واغستلے شو ٬ دې ډرون د فائر ټرك روايتي (100) ميټره ريكارډ مات كړو او په 151 ميټره پورته يې د اور مړ كولو د صلاحيت څرګندونه وكړه٬ ډرون سره د اوبو پائپ تړلے شوے او ډرون دا پائپ 151 ميټره لوړې كچې ته په رسولو كښې كامياب شو۔