قطر خپل فضائي حدود بيا پرانستلو٬ پروازونه بحال شول

دوحه۔24 (اے پي پي) قطر د څو ساعته عارضي بندش نه پس خپل فضائي حدود بيا پرانستلو۔ په دوحه كښې هم پروازونه بحالولې شي۔ د اردو نيوز تر مخه قامي فضائي كمپڼۍ قطر ايئر وېز د خپل فضائي حدود بيا پرانستلو او د پروازونو بحالولو تصديق كړے دے٬ د دې نه وړاندې د قطر خارجه وزارت بيان كښې د فضائي حدود په عارضي توګه د بندلولو اعلان كړے ؤ ۔ وزارت دا پرېكړه د وګړو ٬ استوګنو او د سېلګرو تحفظ باوري كولو لپاره اختياطې اقدام وګرځولو ۔ ېيان كښې ووئېل شول سركاري چارواكو په صورتحال نظر ساتلے ٬ سيمه ايزو او د نړيوال ملګرو په مرسته د صورتحال جاج اخلو ٬ د سركاري چېنل نه به په وخت معلومات وركولې شي۔