سعودي عرب د سوريه په ګرجا ګهر د ځان مرګي بريد غندنه وكړه

United Arab Emirates and Saudi Arabia flag together realtions textile cloth fabric texture

رياض۔23 جون (اے پي پي) سعودي عرب د سوريه پايه تخت دمشق په خوا كښې ګرجا ګهر كښې د شوې ځان مرګې چاودنې غندنه كړې ده چې پكښې 22 كسان وژلې شوي دي ۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي خارجه وزارت تېره ورځ بيان كښې ووئېل مملكت د عبادت خانو په نخښه كولو ٬ د وګړو ځپلو او د بې ګناه خلقو د وينې بهيول مسترد كوي ۔ بيان كښې د هر ډول تشدد ٬ انتها خوښۍ او د ترهه ګرۍ خلاف د سوريه د مرستې پخلے وكړے شو ۔ واضحه دې وي د سوريه داخله وزارت بيان كښې ووئېل د ځان مرګي تعلق د داعش سره دے چا چې ګرجا ګهر ته په ننوتلو ډزې وكړې او بيا يې ځان په بم والوځلولو۔