مسجد نبوي كښې د اسلامي ورثې نندارتون پېل شو

مدينه منوره۔23 جون (اے پي پي) مسجد نبوي مدينه منوره كښې په لارو او آنګن كښې د اسلامي ورثې نندارتون د راتلونكو تجربه لا ښه كوي۔ د ايس پي اے تر مخه د مسجد نبوي بېلې برخې د زائرين لپاره بېرته كړې شوي چرته چې هغوي د زړو اسلامي مسودو ٬ ناوياته ليكونو او د تعميرات فن په اړه د ارتقا نه ځان په نندارتون كښې خبروي۔ د ايګزټ 306 او 307 وړاندې د پېغمبر اسلام د ژوند مبارك په اړه د نړيوال نندارتون تابيا شوې ٬ د كومې څارنه چې د مازيګر څلورو بجو نه تر شپې 10 نيمو بجو پورې روانه وي۔ دغلته د پيغمبر اسلام او د هغوي د تعليمات معاصر وړاندې كېږي ٬ دغسې سوئېل پلو په اضافي انګڼ 204 كښې د مسودو نندارتون روان دے كوم چې د شپې تر 9 بجو دوام لري۔ په دې نندارتون كښې تاريخي مسودې٬ دستاوېزات او عبارتونه يو ځائے كړے شوي دي۔ چې ورسره د اسلامي ليكونو د پرله پسې ارتقا اندازه كېږي۔ د مسجد نبوي كتابتون كوم چې د مغرب پلو د 10 نمبر دروازې سره دے 24 ساعته بېرته وي٬ په دې كتابتون كښې د ګڼو مسودو برخې ٬ ناوياته كتابونه ٬ آديو آركائيوز او فني نمونې ایښودلې شوي دي۔