د مرغو بقا لپاره د امرېكې په هوائي جزيره كښې د ډرونز د لارې د ماشو پرېښودولو عمل پېل شو

هوائي۔23 جون (اے پي پي) د امرېكې هوائي جزيره كښې په لرې پرتو سيمو او ځنګلونو كښې د مرغو بقاﺀ لپاره د ډرونز د لارې د ماشو پرېښودو عمل پېل شوے دے۔ د عرب نيوز تر مخه د امرېكې سائنسمدارو په هوائي جزيره كښې قسم قسم غږونه كوونكو مارغانو چې په مقامي توګه ورته “هني كېپرز” وئېلې شي لپاره په ګڼو ځنګلونو كښې د ماشو پرېښودولو عمل پېل كړے۔د سائنسمدارو وېنا ده دې مارغانو ته تر ټولو لوي خطر د يوې ناروغۍ ايويئين ملېريا څخه دے كومه چې د بهرنو راتلونكو ماشو څخه خپرېږي۔ خو د دې مرغو بچ كولو لپاره دا نوې منصوبه پېل كړې شوې ۔ د دې منصوبې تر مخه د ډرونز څخه داسې نران ماشي په ځنګلو كښې پړیښودلې شي كوم چې په تجربه ګاه كښې تيار كړے شوي ٬ دا ماشي نه يوازې چيچل نه شي كولې بلكې په دغه كښې يو خاص جراثيم شامل كړے شوي كوم چې د ماشو نسل زياتول متاثره كوي۔ د سائنسمدارو وېنا ده كه دا ماشي پرله پسې په دغه سيمو كښې پړیښودلې شي چرته چې مرغۍ اوسېږي او مليريا پكښې خپرېږي نو د نوو راتلونكو ماشو راتلل به كم شي او د ناروغۍ دائره به محدود شي ۔ دا منصوبه “مرغۍ ماشي نه دي ” اتحاد تر سېوري لاندې روانه ده ۔