د ايران خلاف د اسرائيل بريدونه د امرېكې د سفارتي هلو ځلو سره “خيانت” او د سفارتكارۍ سره غداري وه٬ د ايران خارجه وزير عباس عراقچي

جنيوا۔230 جون (اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي په ايران د اسرائيل بريدونه د امرېكې د سفارتي هلو ځلو سره خيانت او د سفارتكارۍ سره غداري ګرځولو سره د دغې غندنه كړې ده۔ ده د جمعې په ورځ ووئېل تهران او واشنګتن د ايران په جوهري پروګرام يوه د اميد ډكه لوظنامه كوونكې وو۔ جنيوا كښې ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل ته د اروپائي …

جنيوا۔230 جون (اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي په ايران د اسرائيل بريدونه د امرېكې د سفارتي هلو ځلو سره خيانت او د سفارتكارۍ سره غداري ګرځولو سره د دغې غندنه كړې ده۔ ده د جمعې په ورځ ووئېل تهران او واشنګتن د ايران په جوهري پروګرام يوه د اميد ډكه لوظنامه كوونكې وو۔ جنيوا كښې ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل ته د اروپائي خارجه وزيرانو سره د يو مهم ملاقات نه وړاندې ووئېل د يو روان سفارتي عمل په مهال په مونږ بريد وكړے شو۔ د بريد نه پس د خپلې وړومبۍ دورې په مهال ده د اسرائيل بريدونه د جارحيت يو اشتعال انګېزه اقدام وګرځولو۔ د امرېكې خاص استازي سټيووټ كوف په 15 جون عمان كښې د عباس عراقچي سره د ملاقات منصوبه جوړه كړې وه خو د اسرائيل د اړخه څو ورځې وړاندې د بريدونو شروع كولو نه پس دغه ملاقات منسوخ كړے شو۔ ده ووئېل مونږ په 15 جون د امرېكنيانو سره ملاقات كولو۔ دغسې چې په امناكه جوهري پروګرام رلامخې ته او جوړ كړي مسائل په امناكه ډول حل كولو لپاره يوه ډېره اميد لرونكې لوظنامه وكړې شي۔

مزید خبریں