اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فيډريشن انټرنيشنل دي هاكي (اېف آئي اېچ) نيشنز كپ په سيمي فائنل مېچ كښې د فرانس په ضد په بريا د پاكستان هاكي ټيم ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره هيله څرګنده كړه چې ډېر زر به مونږ د هاكۍ په مېدان كښې د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كړو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا …
وزيراعظم شهباز شريف د نيشنز كپ په سيمي فائنل كښې د فرانس په ضد په بريا د پاكستان هاكي ټيم ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فيډريشن انټرنيشنل دي هاكي (اېف آئي اېچ) نيشنز كپ په سيمي فائنل مېچ كښې د فرانس په ضد په بريا د پاكستان هاكي ټيم ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره هيله څرګنده كړه چې ډېر زر به مونږ د هاكۍ په مېدان كښې د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كړو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د پاكستان هاكي ټيم لوبغاړو او انتظاميه ډاډګيرنه وكړه او د اېف آئي ايچ نيشنز كپ فائنل ته په رسېدو ئې ټول قام له مباركي وركړه۔ ده ووئيل د هاكۍ ډلې په ټورنمنټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې او د قام سره ئې په وياړ هسك كولو سره د دوي زړونه ګټلي دي۔ ده دعا وكړه چې د پاكستان د هاكۍ ټيم په فائنل مېچ كښې هم بريالے شي او شين بېرغ د فرانس د لوبو په مېدان كښې هسك كړي۔ وزيراعظم ووئيل ډېر زر به مونږ د هاكۍ په مېدان كښې د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كړو۔










