اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په کرنیزه څانګه كښې جدت او د طبیعي او چاپیریالي ننګونو سره د مقابلې صلاحيت د دوامداره پرمختګ، سوکالۍ او راتلونکي خوراکي خوندیتوب ضامن دي ، هر وګړي لپاره غذائيت لرونكې خوراك برابرولو له هڅې كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خوړو نړيوالې ورځې په موقع پاكستان …
په کرنیزه څانګه كښې جدت او د طبیعي او چاپیریالي ننګونو سره د مقابلې صلاحيت د دوامداره پرمختګ، سوکالۍ او راتلونکي خوراکي خوندیتوب ضامن دي: د وزيراعظم شهباز شريف د خوړو نړيوالې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په کرنیزه څانګه كښې جدت او د طبیعي او چاپیریالي ننګونو سره د مقابلې صلاحيت د دوامداره پرمختګ، سوکالۍ او راتلونکي خوراکي خوندیتوب ضامن دي ، هر وګړي لپاره غذائيت لرونكې خوراك برابرولو له هڅې كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خوړو نړيوالې ورځې په موقع پاكستان نړۍ سره د غذائي تحفظ لپاره د همكارۍ عزم كوي۔ هغه ووئيل په قومي او نړيواله كچه غذائي تحفظ يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل د روان كال په مهال دا نړيواله ورځ’’ نن جدت خپل كړۍ سبا غذائيت لرونكې جوړ كړۍ‘‘ تر عنوان لاندې لمانځلې شي۔ دا سرخط په كرنيزه څانګه كښې د نوې ټېكنالوجۍ كارولو اهميت په ډاګه كوي۔ شهباز شريف ووئيل راځۍ چې عزم وكړو چې يو مضبوط ٬ بشپړ او تلپاتي غذائي نظام تشكيلولو له به په قومي كچه شريكې هڅې كوو۔ صوبائي حكومتونو ٬ كرونده ګرو ، محققینو ،زرعی پوهانو ، نجی څانګې ٬ پرمختيائي همكارانو او سول سوسائټۍ ته اپېل كوم چې هغوي دې كسان ٬ كرونده ګر اختيارمند جوړولو او هېواد د غذائي تحفظ جوګه كولو كښې تعميري كردار ترسره كړي۔(اے پي پي وا ٢٠١٣)










