اسلام آباد۔16اکتوبر (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي د ضروري توکو د ذخیره کولو، د مصنوعي کمښت پیدا کولو او د لوړو بیو اخیستلو خلاف به سخته کاروايي كولې شي. د دجمعې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د خوراك څښاك ضروري توكو د زېرمو او بيعو جاج اغستلو …
د ضروري توکو د ذخیره کولو، د مصنوعي کمښت پیدا کولو او د لوړو بیو اخیستلو خلاف به سخته کاروايي كولې شي: نائب وزيراعظم

مزید خبریں
اسلام آباد۔16اکتوبر (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي د ضروري توکو د ذخیره کولو، د مصنوعي کمښت پیدا کولو او د لوړو بیو اخیستلو خلاف به سخته کاروايي كولې شي. د دجمعې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د خوراك څښاك ضروري توكو د زېرمو او بيعو جاج اغستلو له د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيقي وفاقي وزير ٬ د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ٬ خاص مرستيال طارق باجوه ٬ د تجارت سېكرټري او د اړوندو وفاقي او صوبائي وزارتونو او محكمو چارواكو او استازو ګډون وكړو۔ کمېټۍ د ضروري توكو د زېرمو د صورتحال ٬ د رسنې انتظاماتو او بيعو جاج واغست۔ نائب وزير اعظم ته ووئيلې شو چې د هېواد ضرورت ترسره كولو له د خوراك څښاك څيزونو كفايت كوونكې زېرمې موجود دي ٬ د كمښت كومه اندېښنه نشته او بيعې مستحكم كېدو پلو روانې دي۔ نائب وزيراعظم د وزیراعظم د هداياتو له مخې صارفينو ته سهولت وركولو لپاره اړوندو چارواكو ته د سپلائي چېن او د ضروري توكو د بيعو د پرله پسې نګرانۍ كولو هدايت وكړو۔ هغه ووئيل د ضروري توکو د ذخیره کولو، د مصنوعي کمښت پیدا کولو او د لوړو بیو اخیستلو خلاف به سخته کاروايي كولې شي۔










