ګورنر  فېصل كريم كنډي ، چیف سېکرټری، آئی جی پولیس او نورو اعلی چارواكو د شهيد اهلكار اېم جلال د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو

پېښور ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) ګورنر فېصل كريم كنډي په پوليس پوسټ سپين مېله بريد كښې د شهيد شوي پوليس اهكار اېم جلال د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ د شهيد اهلكار د جنازې لمونځ په پېښور كښې سركاري درناوي سره ادا كړې شو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د جنازې لمونځ كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ٬ چيف سېكرټري اېم فخر عالم …

پېښور ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) ګورنر فېصل كريم كنډي په پوليس پوسټ سپين مېله بريد كښې د شهيد شوي پوليس اهكار اېم جلال د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ د شهيد اهلكار د جنازې لمونځ په پېښور كښې سركاري درناوي سره ادا كړې شو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د جنازې لمونځ كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ٬ چيف سېكرټري اېم فخر عالم عرفان ٬ آئي خېبر پښتونخوا پوليس ذوالفقار حميد ٬ آئي جي اېف سي نارتھ خېبر پښتونخوا مېجر جنرل راؤ عمران سرتاج ٬ د پاك پوځ چارواكو ٬ سي ټي ډي چارواكو ٬ سي سي پي او ډاكټر مياں سعيد احمد ٬ كمشنر كېپټن (ر) خالد محمود ، پولیس افسرانو ٬ اهلكارو او د شهيد خپلوانو ګډون وكړو۔ د پوليس يوې چټك ډلې شهيد ته سلامي وړاندې كړه۔ ګورنر او چيف سېكرټري د شهيد په جسد د ګلونو څادر خپور كړو او هغه ته يۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ګورنر او آئي خېبر پښتونخوا د شهيد كورنۍ سره غمرازي كولو سره وويل د شهيدانو قربانۍ د پوليس محكمې قيمتي اثاثه دي۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د ترهګرو بزدلانه كارروايۍ د پوليس فورس او اولس حوصلې كمزورې كولې نه شي او د ترهګرۍ خاتمې له پوليس فورس خپلې هڅې استقامت سره روانې ساتي

مزید خبریں