اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری غذائی تحفظ لپاره په ملي ٬ سيمه ييزه او نړيواله كچه د ګډو هڅو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې حکومتونو ، محققینو، نجی څانګې او نړيوالو همكارانو له به د خوراك ترسيل نظام پياوړې كولو او غذائي تحفظ ته په پېښو خطرو قابو موندلو له په ګډه كار كول وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس …
غذایي تحفظ لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه ګډو هڅو ته اړتیا ده: د صدر آصف علی زرداری د خوړو نړيوالې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری غذائی تحفظ لپاره په ملي ٬ سيمه ييزه او نړيواله كچه د ګډو هڅو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې حکومتونو ، محققینو، نجی څانګې او نړيوالو همكارانو له به د خوراك ترسيل نظام پياوړې كولو او غذائي تحفظ ته په پېښو خطرو قابو موندلو له په ګډه كار كول وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې هغه دا خبره د خوړو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې هر كال په 16 اكتوبر د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې لمانځلې شي۔ صدر مملكت ووئيل سږ كال ددې ورځې سرخط ’’ نن جدت راوړۍ ٬ سبا يۍ خصمانه وكړۍ ‘‘ د زرعي غذائي نظام ښه كولو او د راروانو نسلونو ضرورتونه ترسره كولو كښې د سائنس، ټېكنالوجۍ او د پوهې شريك كردار په ډاګه كوي۔ صدرمملکت ووئيل چې كركيله د پاكستان د معيشت ٬ غذائي تحفظ او د كلي والې آبادۍ د روزګار بنيادي ستن ده۔ ده ووئيل كسان خوراك پېدا كوونكي وګړي د خوارۍ د لارې د هېواد ضرورتونه ترسره كوي ولې بياهم هغه د موسمياتي بدلون ٬ د اوبو كمښت ٬ د زمكې زرخېزۍ كښې كمې او د پېداواري لګښت زياتېدو په څير چېلنجونو سره مخ دي۔ ده ووئيل مونږ له د سائنسي تحقيقي ٬ تكنيكي جدت او غوره زرعي تګلارو د لارې كركيله او غذائي څانګې په نوې بنيادونو اودرول وي۔ هغه ووئيل چې د غذائي تحفظ مطلب يوازې د خوراك زيات پېداوار نه دې بلكې هر وګړي له محفوظ ٬ غذائيت لرونكې او ارزان خوراك باوري كول دي۔ ده ووئيل غذائي تحفظ له په قومي ٬ سيمه ييزه او نړيواله كچه شريكې هڅې اړينې دي۔ د خوړو نړيوالې ورځې په موقع صدر مملكت د كورنده ګرو معاونت ، غذائیت كښې بهترۍ او د زرعي وسائلو غوره استعمال لپاره د پرله پسې هڅو په جاري ساتلو زور راوړو.








