كينيا د نړيوال ايتهلېټكس چيمپئين شپ 2029 لپاره چمتو ده ٬  په كوربتوب  د سيباسټېن د اړخه په زړه پورې باور

نېروبي ۔15 اكتوبر (اے پي پي)  د نړيوال ايتهلېټكس  فېډرېشن صدر سيباستېن  د كېنيا د اړخه  په كال 2029 كښې د ايتهلېټكس د ڼړيوال چيمپئين شپ  په تابيا  او چمتوالي د باورڅرګندونې كولو سره وئېلي دي مضبوطه حكومتي مرسته  او د لوبو لپاره  د هېواد خدمات دا د كوبتوب لپاره جوګه كوي۔ د شنهوا تر مخه  د نړيوال ايتهلېټكس فېډرېشن صدر سيباسټېن په دې ورځو كښې  په كېنيا كښې موجود …

نېروبي ۔15 اكتوبر (اے پي پي)  د نړيوال ايتهلېټكس  فېډرېشن صدر سيباستېن  د كېنيا د اړخه  په كال 2029 كښې د ايتهلېټكس د ڼړيوال چيمپئين شپ  په تابيا  او چمتوالي د باورڅرګندونې كولو سره وئېلي دي مضبوطه حكومتي مرسته  او د لوبو لپاره  د هېواد خدمات دا د كوبتوب لپاره جوګه كوي۔ د شنهوا تر مخه  د نړيوال ايتهلېټكس فېډرېشن صدر سيباسټېن په دې ورځو كښې  په كېنيا كښې موجود دے ٬ چرته  چې هغه نيروبي كښې د چيمپئين شپ د چمتوالي  جاج اغستو لپاره د چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ كينيا ته د كوربتوب تر لاسه كېدو نه پس دا د نړيوال اېتهلېټكس د صدر  وړومبۍ دوره ده  ۔ د دې ايونټ  په تابيا كولو سره به كېنيا د نړيوال ايتهلېټكس شپ كوربتوب كونكے  وړومبے افريقائي هېواد جوړ شي۔  نيروبي كښې خبريالانو ته هغه ووئېل د كېنيا بولۍ ته تجارتي عزم ٬  د حكومت په زړه پورې مرسته   او د ايتهلېټكس ودې كښې د هېواد ښه ښكاره خدمات ته خاص اهميت تر لاسه  دے۔  د هغه تر مخه  په افريقا كښې په وړومبي ځل  د دې نړيوالې سيالۍ تابيا  په ګرد براعظم كښې د ايتهلېټكس د پرمختګ   لپاره مهم ګام دے۔