اسلام آباد 20 جون(اے پي پي)رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې غونډه كښې د پاكستان ريلوے په اړه د روانو تحقيقات جاج واغستلے شو ۔په دې موقع د ټرين پېښې٬ د ريل كاپ بې ضابطو او نورو چارو به اړه تفيصلي بريفنګ وركړے شو۔ د جون 2025 په مهال سكهر٬ملتان او پیښور كښې د رامخې ته پیښو جاج واغستلے شو ٬په دې وروستيو كښې د رېل ګاډو …
د ريلوے وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډې د بېلو پیښو د كېدونكو تحقيقات جاج واغست
اسلام آباد 20 جون(اے پي پي)رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې غونډه كښې د پاكستان ريلوے په اړه د روانو تحقيقات جاج واغستلے شو ۔په دې موقع د ټرين پېښې٬ د ريل كاپ بې ضابطو او نورو چارو به اړه تفيصلي بريفنګ وركړے شو۔ د جون 2025 په مهال سكهر٬ملتان او پیښور كښې د رامخې ته پیښو جاج واغستلے شو ٬په دې وروستيو كښې د رېل ګاډو د ډي ريل كېدو او د زياتو شوو پیښو د بېلو اړخونو هم جاج واغستلے شو ۔ د رېلوے وزير ووئيل سفارشات او راتلونكې تګلاره دې مجاز اتهارټي ته وركړې شي ٬د دې نه علاوه د عوامي ايكسپرېس كراچۍ ته په روانېدو كښې په تاخير هم رپورټ وغوښتلے شو۔د رېلوے وزير ووئيل خانيوال كښې د فټ اوور برج په پېښه رپورټ دې هم زر جمع كړے شي٬د شاهين آباد كواري بندېدو معاملې ذمه وارو دې په ګوته كړے شي۔د رېلوے وزير په بدعنوانۍ د زيرو ټالرنس بالسېۍ پخلے وكړو۔په غونډه كښې د نورو مالي او انتظامي چارو په اړه غور وشو۔دغسې د رېلوے وزير د كاركردګۍ په نه ښودلو د عملې په ضد د سختې كاروائۍ اشاره وركړه۔ده ووئيل په ښه كاركردګۍ به انعامات او سندونه وركولې شي۔(










