
اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د قامي اسمبلۍ غړي رياض الحق جج د جمعې په ورځ ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ په دې موقع ده وزيراعظم ته اولس دوسته او د پاكستان د معاشي مسئلو حل لپاره په كامياب بجټ وړاندې كولو مباركي وركولو سره وزيراعظم د خپلې سيمې د مسئلو نه هم خبر كړو۔ په دې موقع د پبلك افيئرز يونټ وفاقي وزير رانا مبشر اقبال او د پاور ډويژن وزير مملكت عبدالرحمن كانجو هم موجود وٶ