رياض۔20 جون(اے پي پي) د سعودي عرب داخله وزارت د نشه ايي توكو د ځايي قاچاقبر د مرګ په سزا عمل درآمد كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه داخله وزارت د اړخه جاري تفصيلات تر مخه ځايي وګړے صالح الحازي په ډېر مقدار د نشې ګولو مملكت ته په سمګل كولو په تور د قانون نافذ كوونكو ادارو نيولے ؤ ۔ د تورن خلاف د ابتدائي پلټنو تر سره كېدو نه پس كېس كريمنل كورټ ته لېږلے شوے ؤ جرته چې په جرم ثابتېدو عدالت هغه ته د مرګ سزا حكم جاري كړے ؤ۔ په اپيل كولو عدالت د جرم تر مخه د هغه سزا برقرار ساتلې وه او بيا د شاهي محل نه په تصديق داخله وزارت په الجوف كښې په سزا عمل درآمد وكړو۔