واشنګټن ۔20 جون (اے پي پي) د امرېكې خارجه محكمې وئېلې دي د غېر ملكي طلباﺀ لپاره وېزې بالوو خو ټولو درخواست وركوونكو له به تر خپل سوشل ميډيا رسنه وركول وي۔ د خبر رسنې ادارې اېسوسي ايټډ پرېس تر مخه د امرېكې خارجه محكمې وئېلې دي قونصلر افسران دې په داسې پوسټس او بيغامونو نظر ولرلي كوم چې د امرېكې ٬ حكومت ٬ كلتور ٬ ادارو يا د باني اصول خلاف وي۔ خارجه محكمې پخپل پېغام كښې ووئېل په مئ كښې معطل كړې شوې سټوډنټ وېزې بيا بحالوو خو د درخواست وركونكې د سوشل ميډيا اكاونټس د پبلك كولو نه په انكار به د هغه درخواست مسترد كولې شي۔ د بيان تر مخه تر اكاونټس رسنه وركولو نه د انكار مطلب دا هم كېدے شي چې هغه خپلې آن لائن هلې ځلې پټې ساتل غواړي ۔ واضحه دې وي چې د ټرمپ انتظاميه تېره مياشت د غېر ملكي طلبا د وېزو انټرويز ځنډولې وې۔ د ټرمپ انتظاميه د 56 هېوادونو نه غوښتنه كړې چې د خپلو مسافرو د چهان بين كولو نظام ښه كړي او يا بيا د خپلو وګرو امرېكې ته په داخېلدو د بندېزو سره دې مخ شي۔ د خارجه محكمې د اړخه په لېږلې مراسله كښې ټولو هېوادونو ته د امرېكې اندیښنو ختمولو لپاره د 6 ورځو وخت وركړے شوے ګېنې نو سفري بندېزونه به پرې لګولې شي۔