اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار به په استنبول كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل په 51مه غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې اسحاق ډار به په 21 او 22 جون د اسلامي مرستې نتظيم د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښې ګډون لپاره د …
سينيټر اسحا ق ډار به په استنبول كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل په 51مه غونډه كښې ګډون كوي۔ خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار به په استنبول كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل په 51مه غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې اسحاق ډار به په 21 او 22 جون د اسلامي مرستې نتظيم د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښې ګډون لپاره د تركيه دوره كوي۔ د غونډې په مهال به نائب وزيراعظم د پاکستان او هند ترمېنځه د جنګ بندۍ انتظامات او په مينځني ختيز كښې د ايران او د نورو سيمه ايزو رياستونو په ضد د اسرائيل د اوسني جارحيت نه وروستو په سوئيلي آسيا كښې په شوي پېشرفت د پاكستان نطقه نظر وړاندې كوي ٬ فلسطين کاز لپاره د پاکستان د پوخ عزم څرګندونې كولو سره به اسحق ډار په مېنځني ختيز كښې امن او په غزه كښې اولس ته د انساني مرستې د رسولو په ضرورت زور راوړي۔ د بيان له مخې اسحق دار به په نړيوالې ورورولۍ هم زور راوړي چې ھغوي د اسلامو فوبيا د زياتې شوې چپې مخنيوي لپاره پرېكنده اقدامات وكړي او په زياتې شوې انتها پسندۍ، ترهګرۍ او د ماحولياتي بدلون پشمول د نورو نړيوالو چېنلجونو په سمدستي توګه مخنيوي وكړۍ۔ نائب وزيراعظم به د او آئي سي مقاصد او اصول او اسلامي نړۍ ته د ورمخئ ته مسئلو حل لپاره د پاكستان هلو ځلو لپاره د غېر متزلزل عزم پخلے كوي۔ په دې موقع به اسحاق ډار د او آئي سي د نورو غړو هېوادونو خپل همڅنګ وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي٬ د خارجه وزيرانو د كونسل غونډې نه وړاندې به اسحق ډار به د جمهوريه تركيه صدر رجب طيب ايردوان ته د “او آئي سي يوتھ فورم ګرينډ يوتھ ايوارډ” وركولو په دستوره كښې ګډون كوي










