جنيوا 19 جون(اے پي پي)سعودي عرب د قابض اسرائيلي چارواكو د پرله پسې خلاف ورزو غندنه كړې ده ۔د العربيه له مخې په ملګرو ملتونو كښې د سعودي عرب مستقل استازې(سفير) عبد المحسن بن خثیله تېره ورځ جنيوا كښې د بشري حقونو كونسل غونډې په مهال فلسطين او نورو مقبوضه عرب سيمو كښې د بشري حقونو په صورتحال بيان وركښې ووئېل د سعودي عرب دريځ تل ښكاره وي چې د فلسطين مسئلې منصفانه او جامع حل تر هغه وخت ممكن نه دے تر څو چې ټولو مقبوضه فلسطين سيمو څخه اسرائيلي قبضه ختمه شوې نه وي او د كال 1967 پولو له مخې يو آزاد فلسطينے رياست جوړ نه كړے شي د كوم چې پايه تخت ختيز بيت المقدس وي او څنګه چې په نړيوال قانوني اصول او عرب امن منصوبه كښې بيان شوے ۔ ده ووئېل سعودي عرب د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې اسرائيلي جرائم او سيمه كښې د زياتو شوو خلاف ورزو مخ نيوي لپاره خپل اخلاقي او قانوني ذمه وارۍ پوره كړي او د نړيوالو هڅو ملاتړ وكړي چې مقصد يې په سمدستي توګه دا عسكري تاؤ تريخوالے ختمول دي كوم چې د عامو وګړو تحفظ او نړيوال امن او استحكام لپاره خطره ګرځېدلے دے۔