سعودي ولي عهد او د يونان وزيراعظم د اسرائيل ٬ ايران په تاو تريخوالي خبرې

رياض۔16 جون (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد او خارجه وزير شهزاده محمد بن سلمان سره د يونان وزيراعظم كيريا كوس ميتسوتاكس په ټېلې فون خبرې كړې دي ٬ د اېس پي اے تر مخه خبرو كښې د منطقې په اوسني صورتحال او د ايران او اسرائيل په عسكري كاروائيو او اثرات د خيالاتو څرګنجونه شوې۔ دواړو لارښودو په تحمل كولو او د تاو تريخوالي په كمي او د شخړو به سفارتي توګه حل كولو په اهميت هم زور راوړو۔ دا ټېلې فوني تماس په هغه وخت ونيولے شو چې د اسرائيل او ايران تر مينځه په يو بل بريدونه روان دي او تاو تريخوالے زيات شوے دے چې ورسره د پراخه شخړو اندېښنې راپېدا شوي دي۔بل پلو نړيوال لارښود په ډلو د تاو تريخوالي په كمولو زور راوړي ۔