د ايران په اسرائيل نور توغنديز بريدونه – 4 اسرائيلي مړه – 103 ژوبل شول

یروشلم۔16جون (اے پی پی) د ايران په اسرائيل د نورو توغنديز بريدونو په نتيجه كښې 4 كسان مړه او او 103 ژوبل شوي دي۔ وام د اسرائیلی بېړني سروس حواله وركولو سره وئيلي چې د ګل په ورځ ايراني توغندو د تل ابيب په شمول بېل ځايونه په نخښه كړل چې په نتيجه كښې اسرائيل نور زيات زيان سره مخ شوے دے۔ تر دې دمه د 4 كسانو د وژل كېدو او د 103 ژوبل كېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔ د ایرانی رسنيو (ارنا) له مخې پاسداران انقلاب په اسرائيل د توغنديزو بريدونو د نوي دور پېل كولو تصديق كړے دے چې هدف يۍ اسرائیلی کمانډ اېنډ کنټرول سسټم دے۔