انقره 13 جون (اے پي پي) تركیې په ایران د اسرائيل بریدونه غندلي او په اسرائيل ئې غږ كړې چې د ایران په ضد خپل بریدونه بند كړي۔ د فرانس خبري اژانس (اے ایف پي) له مخې د تركیې خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان كښې د اسرائيل هوائي بریدونه "د نړیوال قانون ښكاره خلاف وزي " ګرځولو سره ددې سخته غندنه كړې۔ ده ووئيل چې اسرائیل …
اسرائيل دې د ایران په ضد جارحانه كاروايۍ بندې كړي ٬ تركيه
انقره 13 جون (اے پي پي) تركیې په ایران د اسرائيل بریدونه غندلي او په اسرائيل ئې غږ كړې چې د ایران په ضد خپل بریدونه بند كړي۔ د فرانس خبري اژانس (اے ایف پي) له مخې د تركیې خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان كښې د اسرائيل هوائي بریدونه “د نړیوال قانون ښكاره خلاف وزي ” ګرځولو سره ددې سخته غندنه كړې۔ ده ووئيل چې اسرائیل باید په سمدستي توګه خپل بريدونه بند كړي كوم چې د نورو شخړو سبب ګرځي۔ د تركیې خارجه وزارت ووئيل چې دا بریدونه په داسې وخت كښې شوي چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې تندې شوې ، دې څخه څرګنده شوې چې اسرائيل د خپلو ګټو لپاره سیمه عدم استحكام سره مخ كول او نړیواې امن خطر سره مخ كول غواړي۔ وزارت ووئيل “مونږ نړیوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې د جګړې د خپرېدو مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وكړي۔”(












