
تهران ۔13جون (اے پی پی) اسرائيل د جمعې په سهار په ايران لوې بريد كښې د ايران جوهري او عسكري تنصيباتو سره سره د توغندو تيارونكې فېكټرۍ په نخښه كړی چې په نتيجه كښې يۍ د ايران يو مېر اعلی عسكري چارواكي او جوهري سائنسدانان ووژل شول۔ دې څخه وروستو ايران په اسرائيل ځوابي بريد كړے دے۔ په ځوابي كارروايۍ كښې ايران په درځنونو ډرون او توغندي اسرائيل پلو فائر كړې دي۔ د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ خبردارې وركړې دې چې د اسرائيلي بريد په نتيجه كښې لوے او د اوږدې مودې جنګ منطقه په ولقه كښې اخستے شي۔ اسرائیلی وزیر اعظم بنجمن نیتن یاهو وئيلي دي چې اسرائيل په خپل بريد كښی په نطنز كښې د جوهری افزودګی پرګرام مركز په نخښه كړی دې۔ ده ووئيل د ايران په ضد بريدونه به د هدفونو تر بشپړ كېدو روان ساتلې شي۔ د اسرائيلي ذريعو له مخې د ايران لخوا د تېرو څو ساعتونو په مهال د اسرائيل په لوري سل څخه زيات ډرون او توغندي فائر كړې شول كوم چې اسرائيلي پوځ هدفونو ته رسېدو څخه وړاندې ويشتلو سره ناكاره كوي۔ اسرائيلي رسنيو وئيلي چې د ايران په پوځي او جوهري هدفونو بريدونو كښې د اسرائيلي فضائيې دوه سوه الوتكو برخه واخسته ، بريدونو څخه وروستو د ايران پلازمينې تهران په شمول په يو شمېر ښارونو كښې د چاؤدنو آوازونه واورېدلې شوو۔ د ايراني سركاري ميډيا له مخې د ايران د وسله والو ځواكونو مشر چیف آف سټاف مېجر جنرل اېم باقری په اسرائيلي بريد كښې ووژلے شو۔ په بريد كښې د پاسدارانِ انقلاب كمانډر انچيف حسېن سلامي هم ووژلے شو۔ د ايران جوهري سائنسدان او د اټامك انرجي ايران پخوانے مشر فردون عباسي او جوهري سائنسدان او د آزاد پوهنتون صدر مهدی تهرانچی هم په اسرائيلي بريدونو كښې ووژل شو۔ دغسې د خاتتم الانبياﺀ هيډكوارټرز كمانډر مېجر جنرل غلام علي راشد هو وژلے شوے دے۔ د سركاري ميډيا وېنا ده چې په تهران كښې د استوګنې ودانۍ په نخښه كړې شوې په كومو كښې چې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول ګڼ شمېر عام وګړي وژلې شوي دي۔ د اسرائیل د دفاع وزير كاټز په يو بيان كښې وئيلي دي چې د اسرائيلي بريد په ځواب كښې د ايران لخوا د اسرائيل د عامو وګړو ودانيو په ضد په فوري توګه توغنديز او ډرونيز بريدونه متوقع دي۔ د بيان له مخې د اسرائيل د دفاع وزير په هېواد كښې بېړنې حالت اعلان كړے دے۔ د ایران سپریم لیډر آیت اے علی خامنہ ای په يو بيان كښې وئيلې دي چې اسرائيل زما په هېواد بريد كولو سره خپل مقدر تياره او تريخ كړے دے۔ سعودي عربستان په ايران د اسرائيلي بريدونو غندنه كړې ده۔ تهران ته نزدې په تجريش ضلع كښې روغتون ته د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې ژوبل شوي پنځوس كسان منتقل كړې شوي دي كومو ته چې طبي مرستې وركولې شي۔ امريكائي صدر يو بيان كښې وئيلي چې زه په ايران بريدونو كښې ككړ نه يم خو كه ايران ځوابي كارروائي وكړه نو زما هېواد به د اسرائيل دفاع كوي۔ بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي سكرټري انتونيو ګوترېش په منطقه كښې د زيات شوي تاؤ تريخوالي غندنه كړې ده۔