تهران ۔13جون(اے پی پی) د ايران د وسله والو ځواكونو وياند بریگیډیئر جنرل ابوالفضل شکرچی د استوګنې ودانيو په شمول په ايراني خاوره د اسرائيلي بريدونو تصديق كولو سره وئيلي دي چې اسرائيل له به د بريد لوے قيمت ادا كول وي۔ د ارنا نیوز له مخې برېګیډیئر جنرل شکرچی د جمعې په سهار ووئيل چې د اسرائيلي حكومت لخوا د ترسره كړې شوې د شپې بريدونو به بشپړ ځواب كولے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسرائیلی حکومت د جمعې په شپه ايراني پلازمينې تهران سره سره د ايران په نورو ښارونو او نزدې سيمو پوځي بريدونه پېل كړل۔ په عكسونو كښې په پلازمينه تهران او نورو ځايونو كښې داستوګنې ودانۍ په ويجاړ شوي حالت كښې ښودلې شوي دي۔ عینی شاهدینو او د سركاري ټي وي نامه نګارانو وئيلي چې په ځپليو شوو كښې د مېرمنې او كوچنيانو مړي ښودې شوي دي