احمد آباد 12 جون (اے پي پي) د هند د ګجرات رياست احمد آباد ايئرپورټ سره نزدې د برتانيه لندن ښار لپاره پرواز كوٶنكې د ايئر انډيا مسافرو الوتكه نسكوره شوې۔ د کشمير ميډيا سروس له مخئ رائټرز وئيلي دي چې په الوتكه كښې 242 مسافرو سفر كولو٬ په اطلاع ترلاسه كېدو ريسکيو ادار او د فائر بريګيډ اهلکار د پېښې ځائ ته رسېدلي۔ دايئر انډيا فلائټ نمبر اے آئي 171 د ګجرات رياست احمد آباد ايئرپورټ څخه لندن ته روان ٶ٬ د انډيا ټوډے له مخې پېښه د ټېك آف په مهال رامېنځ ته شوې٬ اطلاعاتو له مخې د ايئرانډيا الوتكه ايئرپورټ سره نزدې آبادۍ سره غورځېدلې٬ تراوسه د زيان تفصيلات نه دې ترلاسه شوي٬ د پروازونو د ټريکنګ ويب سائټ فلائټ ريډار لخوا په اېكس يو بيان كښې وئيلي شوې دي چې مونږ د ايئر انډيا پرواز اے آئي 171 احمد آباد نه لندن ته د روانې الوتكې د پېښې د اطلاعاتو جاج اخلو مونږ ته د الوتكې آخري سګنل 08:08:51 په يو ټي سي موصول شوې ٶ، كوم چې د ټيك آف نه يوسيکنډ وروسته دے٬ پېښه سره مخ شوې الوتكه بوئنګ 787-8 ډريم لائنر ٶ چې رجسټرېشن نمبر ئي VT-ANB دے د پېښې په اړه د نورو تفصيلاتو انتظار دے