اوسلو۔ 11 جون (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د نهې په ورځ په اوسلو انټر نېشنل فورم كښې ګدون كولو لپاره ناروے ته رسېدلے دے۔ د سركاري خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه د فورم تابيا د ناروے خارجه وزارت په سوئټزرلېنډ كښې د سنټر فار هيومېنټرين ډائيلاګ په مرسته كړې ده۔ سهزاده فېصل بن فرحان به د فورم په مهال د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو ٬ او په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرو كولو لپاره سائيډ لائنز ملاقاتونه هم كوي۔ په اوسلو انټرنېشنل فورم كښې ډ ګڼو هېوادونو خارجه وزيران او لارښود ګډون كوي۔