
رياض۔11 جون (اے پي پي) سعودي عرب د حج و عمره كامياب حج سيزن په تر سره كېدو سمدستي د عمره وېزو بيا جاري كولو اعلان كړے دے۔ د عاجل نيوز تر مخه د سعودي عرب د حج و عمره وزارت بيان كښې وئېلې دي د عمره وېزو وركول بیل كړے شوي ۔ وزارت د نوي عمره سيزن تصديق كولو سره وئېلې دي عمره كوونكې نن د شورو ورځې څخه سعودي عرب ته راتللے شي ۔ د دې نه وړاندې وزارت وئېلې وو د عمره وېزې به د 11 جون نه جاري كولې شي ٬ وزارت بيان كښې وئېلې دي د سركاري كلېنډر تر مخه عمره وېزې به د 10 جون 14 ذوالحجه نه جاري كېږي ۔ د عمره كمپنيو او ټور آپرېټرز ته سپارښتنه شوې چې تر 27 مئ خپلو د سروس لوظنامو ته حتمي شكل وركړي ۔ بيان كښې وئېلې شوي د عمره وېزې د روژې مياشتې تر آخر جاري كېدے شي۔