د آسټريا په سكول كښې ډزې٬ د اته زده كوٶنكو پشمول 9 كسان مړه

ويانا 10 جون (اے پي پي) د آسټريا په دوېم لوي ښار ګرېز كښې په سكول كښې د ډزو په نتيجه كښې د اته زده كوٶنكو پشمول 9 كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي دي ۔ د شنهوا له مخې ځائي ميډيا د پوليس حواله وركولو سره ووئيل د ډزو په نتيجه كښې يو شمېر زده كوٶنكي او استاذان ژوبل شوي دي٬ د اطلاعات له مخې شكمن تورن د واردات نه پس خپل ځان هم وژلے دے۔ پېښه د نهې په ورځ سهار په لس بجې په لېنډ ډسټركټ سكول كښې رامخې ته شوه چې پكښې په ابتدائي توګه اته نابالغه زده كوٶنكي او يو بريد كونكے په مړو شوو كښې شامل دے٬ د بريد كوٶنكي په اړه خيال څرګندېږي چې ھغه د دې سكول پخوانے زده كوٶنكے ٶ۔