غزہ ۔8 جون (اے پی پی) اسرائيلي قابض ځواكونو بې درېغه ډزې كولو سره په رفح كښې د مرستې سامان ته سترګې په لاره 8 فلسطينيان شهيدان كړل۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې له مخې د غزه په سوئيلي ښار رفح كښې د خوراك مرستې ته سترګې په لاره 8 فلسطيني وګړي د ګل په ورځ سهار اسرائيلي قابض ځواكونو په ګولو ويشتلو سره شهيدان كړل۔ د الجزيره رپورټ له مخې د خوراك سامان انتظار كوؤنكو دې 8 شهيدانو سره د غزہ هیومېنټیرین فاؤنډېشن لخوا د آپرېشن پېل كېدو څخه وروستو د مرستې په تكل كښې د شهيد شوو فلسطيني وګړو شمېره 118 ته رسېدلې ده۔ د غزه د روغتيا وزارت له مخې 7 اكتوبر څخه تر دې دمه په غزه د اسرائيل بريدونو په نتيجه كښې لږ تر لږ 54,880 فلسطینی وګړي شهيدان او 126,227 ژوبل شوي دي۔